۲۲- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په بدخشان کې د پیازو او پټاتو د لسګونو زېرمو د جوړولو کار بشپړ شو او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د بدخشان په مرکز او څو ولسوالیو کې د پټاټو د ۷۵ زېرمو او د پیازو ۵۶ زېرمو د جوړولو کار د بزګرانو په ۱۰ سلنې وندې سره د څه دپاسه ۶۶ میلیونو افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروګرام له لارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بدخشان بزګرانو پر دغه اقدام خوښي څرګنده کړه او د کرنې په برخه کې یې د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.
پای/ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ