نړۍ

په پيښور ښارکې د چاودنې له امله څلور تنه ووژ ل شول

پيښور ډان   باختردثوردمياشتې ٢١ :
د پيښور ښار د باچاخان چوک ته څېرمه د چاودنې له امله څه ناڅه څلورتنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبرراکړچې د پيښې ټپيان د ژغورني ټيمونو روغتون ته وليږدول .
روغتيايي خبرځايونو تائيد کړې ده: په دې چاودنه کې چې د پردا باغ په سيمه کې  په يوه جومات کې وشوه؛ څه ناڅه څلورتنه ووژل شول خو عيني شاهدانو ويلي دي چې دغه چاودنه د فوټبال يوه لوبغالي ته څېرمه له جومات څخه بهر شوې ده چې له امله يې د جومات ديوالونه نړيدلي دي .
امنيتي خبرځايونه وايي چې تراوسه پورې د دغې چاودنې د څرنګوالي په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي؛ خو ښايي چې د ځانمرګي يرغلګر له خوا شوې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته