امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې څلور تنه غړي په ننګرهار کې ونيول شول

جلال آباد باخترد سلواغې ٢ نيټه  :
د وسله والو طالبانو د ډلې  د بمونو د جوړولو د يوه ماهر په ګډون د دغې ډلې څلور تنه غړي  د هېواد په ختيځ کې ونيول شول.
دغه ډار اچوونکي تېره شپه د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د ملي امنيت د ځواکونو د ځانګړو عملياتو په  بهير کې ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطا‌ءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  په نيول شويو  کسانو کې  د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان او ماين  جوړونکى  قاري رحمت الله  ، په ننګرهار کې  د طالبانو د جلب او جذب مسوول  مولوي کليم شاه  او په دغه ولايت کې  د دغې ډار اچوونکې ډلې د تبليغاتو مسوول ملا زاهدالله شامل دي.
ده وويل ؛  دغه کسان په يوه پټنځي کې د ډار اچوونکو فعاليتونو په پلان
جوړولو  بوخت  و چې، د ملي امنيت د مامورانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کېږي چې له نيول شويو کسانو څخه  يوه اندازه وسله او چاوديدونکي  توکي هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته