کابل باختر د مرغومي نولسمه :
په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله دپوليسو يوافسر ووژل شو او يوبل امنيتي مامور تپي شو .
دغه چاودنه نن سهار دسپين بولدک ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څيرمه ټيک دڅو تنو پوځيانو دتيريدو په وخت کې وشوه .
دقندهار ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دپوليسو يوافسر ووژل شو او يوبل امنيتي مامور ټپي شو .
ويل کيږي دغه پيښه په واټ کې دښخ کړى شوي بم دچاودنې زيږنده ده چې له لرې واټن څخه کنتروليده .
دقندهار ولايت امنيتي مسوولين وسله وال طالبان ددغه بمي بريد مسوول بولي او وايي چې دپيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ