امنیت

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لسګونو تنو ترهګرو وژل کیدل

کابل باخترد وږي ۲۱
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۳ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۸ځانګړي کوماندویي دندې او ۸هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو ، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان  دهوایي ځواکونو  الوتکو د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه۱۳۰الوتنې کړي چې په پایله کې یې لسګونه تنه  وسله وال ترهګر وژل  شوي،  ۱۱۷ تنه  ټپیان او یو تن نیول  شوی دی .
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتیا،پکتیکا، میدان وردک، کندهار، فراه، بادغیس، سرپل بغلان،کندز، تخار، فاریاب، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې يې د هوایي ځواکونو په بریدو نو کې،  د  کندهار ولایت د نیش، خاکریز او میوند په ولسوالیو کې ۶۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او۷۳ تنه ټپیانشوي دي، د پکتیا ولایت مرکز اړوند چونې په سیمه کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي، د سرپل ولایت د صیاد او مرکز اړوند سیمه کې ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپيان، د دښمن ۳ پټنځایونه او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د هلمند ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او د ننګرهار ولایت د خوږیانيو او اچین په ولسوالیو کې ۳ تنه داعشیان له منځه وړل شوي دي.
همدا راز د بادغیس ولایت د مقر په ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان، یو موټر سایکل او يوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي، د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد او نرخ په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان شوي او یو تن نیول شوی، د کندز ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ د کنجک او ناصریانو په سیمو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان، او د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته