امنیت

د کابل پوليسو ١٣ تنه د جنايي پېښو په اړوند ونيول

 کابل/ د وږي ۲۰ مه / باختر
د کابل پوليسو په تېرو ٢٤ساعتو کې ١٣ تنه د جنايي جرمونو په تړاو د کابل           ښار له بېلابېلو سيمو څخه ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل چې        نيول شوي کسان په وژنې، ټپي کولو، موبايل لوټولو، د غيرقانوني وسلو لېږدولو، وسله والو غلاوو، د الکولي مشروباتو څښلو او د عامه نظم په ګډوډولو تورن دي چې د کابل ښار په لومړۍ، درېيمې، څلورمې، اوومې او يووېشتمې ناحيې او سروبي ولسوالۍ کې له پېژندنې وروسته ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه دوه تومانچې هم ترلاسه شوې دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته