امنیت

اووه نفوذي طالبان په ننګرهار کې ونيول شول

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو ٧ نفوذي غړي په ننګرهار کې ونيول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې افغان ځواکونو دغه کسان د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
دغه وسله وال طالبان د قومي مشرانو په نامه د منځګړيتوب په خاطر حصارک ولسوالۍ ته راغلي وو چې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه پوسته له جګړې پرته طالبانو ته وسپاري.
څه موده وړاندې هم د ملي اردو ځواکونو څو نفوذي طالبان په کندز کې نيولي وو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته