ټولنه

په بلخ کې يوه نجلۍ ديوه تجارتي مرکز له دريم پوړ څخه په غورځيدو سره مړه شوه .

کابل باختر د مرغومي  دريمه :
دمزارشريف په ښار کې يوه ځوانه نجلۍ  ديوه تجارتي  مرکز له دريم  پوړ څخه په غورځيدو سره مړه شوه .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني باختراژانس ته وويل چې ددغې ځوانې  نجلۍ دځان وژنې انګيزه  تراوسه پورې  معلومه نه ده خو دغې  نجلۍ په هغه خصوصي ښوونځي کې چې دمزارشريف دروضې شريفې  په ختيځ کې ددغه تجارتي مرکز په شپږم پوړ کې دى، زده کړه کوله .
ده زياته کړه چې ددغې نجلۍ  دځان  وژنې انګيزې  دروښانولو لپاره دپوليسو څيړنې پيل شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته