امنیت

دقندهار ولايت دکار او ټولنيزو چارو رييس ووژل شو .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
دقندهار ولايت دکار  ،ټولنيزو چارو ، شهيدانو  او معلولينو رييس دناپيژاندو  کسانو له خوا ووژل شو .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل : نظر علي قاطع  لومړى دناپيژاندو  کسانو له خوا وتښتول  شو او تيره شپه دقندهار ښار ددويمې ناحيې  دعينو ميني په ساحه کې وژل شوى دى .
ويل کيږي چې ښاغلى قاطع له موټرسره يې تښتول  شوى و  خو موتر يې دزابل ولايت د مرکز قلات ښار په مربوطاتو کې ترلاسه شوى دى .
نظر علي قاطع چې په خپله هم معلول و له څلورو کلونوراپديخوا دقندهار ولايت دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو اومعلولينو درييس په توګه کار کاوه
تراوسه پورې دده دوژل کيدو  په اړوند څوک نه دي نيول شوي او پوليسو دقضيې دعاملينو دموندلو په لاره کې دپلټنې عمليات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته