سیاست

دهېواد اجرائيه رئيس دسيدمصطفى کاظمي دلسم تلين ددرناوي په مراسمو کې : له قضيو سره په چلند کې تدبير ولرو

 کابل باختر دلړم دمياشتې ١٣ نيټه  :
دملي وحدت دحکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  دملي اقتدار دمشراوداستازو دمجلس غړى ، سيدمصطفى  کاظمي  دشهادت دلسم تلين  ددرناوي په مراسمو کې  دهېواد دسياسي شخصيتونو  يووالي اوپيوستون ته را وبلل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ.
دهېواد اجرائيه رئيس دشهيد سيدمصطفى کاظمي دشخصيت دبيلابيلو  اړخونوپه بيانولو سره  دهېواد  له سياسي جريانونو او ايتلافونو څخه وغوښتل چې  دهېواد ملي ګټو  او دحالت  په پام کې نيولو سره دريځ غوره کړي چې دافغانستان  دښمنانو ته دفرصت  زمينه برابره نه شي.
ډاکتر عبدالله عبدالله زياته کړه چې بايد له قضيو سره  په چلند کې تدبير او دراتلوونکي باب فکر ولرو.
دهېواد اجرائيه رئيس يوځل بياپه خپل وخت  دولسواليو ، پارلماني اود جمهوري رياست دشفافو انتخاباتو په ترسره کولو  ټينګار وکړ اوله سياسي قشر او خلکو څخه يې وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي  چې دشفافو اوټولو خلکو ته دمنلو وړ دانتخاباتو دترسره کولو  شاهدان و اوسو .
ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې دقانون له مخې په شرايطو برابردهېواد ټول خلک په انتخاباتوکې دراى  ورکولو او کانديدلو حق لري.
دملي اقتدار ګوند ارواښاد مشر  اودولسي جرګې داقتصادي کميسيون مشر سيدمصطفى کاظمي لس کاله مخکې په يوه  خونړۍ تروريستي پيښه کې دپارلمان  له يوشمير نورو غړو او دمرکزي بغلان له يوشمير اوسيدونکوسره شهيد کړاى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته