سیاست

دمشرانوجرګې ستاين ليک اغالالي ته ورکړشو

دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن ددغې جرګې ستاين ليک دکندهار ولايت دولايتي شورا غړي اغالالي دستګيرته ورکړ.

باختراژانس ته دمشرانو جرګې دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې دسنامجلس  رييس دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې  داوولسو تنو هيوادوالو  په وژلو کې دايتلاف دځواکونو دعسکر دعمل په غندلو سره ددغې پيښې  له امله دنااراميو اوتاوتريخوالي په مخنيوي  او له جمهوررييس سره دشهيدانو اوټپيانو دکورنيو دغړو دکتنې  دزمينې په برابرولو کې د دستګيري او ددغه ولايت دولايتي شورا فعاليتونه وستايل  او ددوى دلازياتو برياليتوبونو هيله يې   وکړه  .

دستګيري دستاينې دترلاسه کولو په وخت کې   دامريکايي عسکرو بي رحمانه   ډزو له امله دکندهار ولايت  دپنجوايي ولسوالۍ دپيښې  دجزئياتو په باب معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې دمشرانو جرګې دمنشي نايب عزيزالله الفتي ، دکندهار ولايت سناتور بسم الله  افغانمل  او يوشمير سناتورانو هم ګډون کړي وو.

ديوبل خبرله مخې   دمشرانو جرګې  لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن دمعلولينو او دکابل ښار دلومړي ناحييې  دگرځنده پلورونکوستونزې واوريدي.

 په دې کتنه کې يو تن دنورو په استازيتوب خپلې ستونزې بيان کړې  او ويې ويل کابل ښاروالۍ  دى بايد ددوى دمالونو دپلورني په خاطر مناسب ځاى ولټوي.

دمشرانو جرګې  نايب له دوى څخه وغوښتل  چې ددوى استازي دى دمعلولينو اودشهيدانو دپاتې کسانو دچارو کميسيون  په سبا غونډه کې موضوع طرحه کړي  چې دلري کولو په لاره کې يې له اړوندو مراجعو سره سملاسي اقدام وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته