امنیت

دطالبانو د جزيې دټولولو مسوولين ونيول شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
دطالبانو دډلې دوه تنه ډار اچوونکي  چې ويل کيږي  په ننګرهار ولايت کې دعشر اوزکات په نامه له خلکو څخه دجزيې دټولولو مسوول وو ، ونيول شول.
ملامحمدجلال اوملاالياس احمد دملي امنيت دمنسوبينو په دوو ځانګړو عملياتو کې ونيول شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته  وويل ؛ دغه دوه  تنه ډار اچوونکي کله يې چې  غوښتل په بټي کوټ او روداتوولسواليو کې په زور له خلکو څخه پيسې راټولې کړي ونيول شول.
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې دعشر او زکات په نامه يې   له خلکو څخه پيسې راټولولې او  له دغو پيسو څخه يې دوسله والو طالبانو ډلې ته دجنګي وسايلو په برابرولو کې استفاده کوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته