امنیت

د داعش دوه تنه غړي په جلال آبادکې ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٣
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د داعش د تروريستي ډلې دوه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ونيول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپانې په ليږلو سره ليکلي دي:
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار د روغتون د څلور لارې په ساحه کې د عملياتو په بهيرکې د حنظله په مستعارنامه عطاالله او د قاري اسمعيل په مستعارنامه عبدالله په نومونو د داعش د تروريستي ډلې دوه تنه غړي له يوه ديرش کيلويي ماين سره چې غوښتل يې د جلال آباد ښار د روغتون په څلور لارې کې يې ځاى پرځاى او وچوي؛ ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته