امنیت

پنځه ويشت تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
پنځه ويشت تنه داعشيان په  جوزجان ولايت کې د افغان ځواکونو په هوايي
بريدونو کې ووژل شول .
د جوزجان  د والي وياند  محمد رضا غفوري باخترآژانس ته وويل  چې، دغه داعشيان د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ په سر دره کلي کې د هوايي بريدونو په  بهير کې ووژل شول.
غفوري  زياته کړه  چې، دغه  هوايي بريدونه په سيمه کې د داعش په روزنيز مرکز  او د دغې ډلې په جيل ترسره شوي دي.
خبرځاى زياته کړه،  د دغو هوايي بريدونو په بهيرکې يو بندي  هم له داعشيانو څخه تښتيدلى دى  او امنيتي ځواکونو ته يې ځان  سپارلى  دى.
ويل کېږي  په  وژل شويو کسانو کې  درې تنه ازبکستاني اتباع او يو چيچني تبعه هم شاملي دي.
په دې بريدونو کې  ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته