فرهنګ

په هرات کې دخبريالانو دستونزو دڅيړنې دغوڼدې جوړيدل .

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
په هرات ولايت کې  دخبريالانو  دستونزو او دخبريالانو  دامنيت او مصوونيت دګډې کميټې دفعاليت دڅرنګوالي دڅيړنې په موخه نن دبهزاد نګارستان په تالاره کې يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسيمه ئيزو  ارګانونو دخپلواکې ادارې دملي امنيت دشورا او دخبريالانو فدراسيون  ګډ هيئت ، دخبريالى دبنسټونو ځينو مسوولانو اويوشمير خبريالانو او دسيمه ئيزو رسنيو مسوولانو ګډون درلود .
درسنيودخاوندانو  ترمنځ دهمغږى  او له خبريالانو سره دملاتړ په زياتوالي  په باندې ټينګار وشو .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين سيد اقا  فاضل سانچارکي په هرات ولايت کې دخبريالانو  د امنيت او مصوونيت دګډې کميټې لاس ته راوړنې وستايلې .او له خبريالانوسره دملاتړ دصندوق  جوړول يې ددغه بسنټ دلاس  ته راوړنو بيلګه وبلله .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس اريا رووفيان خبريالان زياتې همغږى او يوبل منلو ته وبلل او درسنيو دخاوندانو دستونزو په څيړنه او حل  کولو کې يې دخبريالانو دامنيت او مصوونيت دګډې کميټې  رول ارزښتناک وباله
دهرات ولايت مرستيالې او دخبريالانو دامنيت او مصوونيت دګډې کميټې رييسې   مونسې حسن زاده وويل  ددغو کميټو  په ديارلسو غونډو کې په هرات ولايت کې  دخبريالانو په لسګونو موارده شکايتونه  څيړل شوي  او حل شوې دي
دهرات ولايت وياند جيلاني فرهاد هم ددغه هيئت  مهمه او اساسي موخه دخبريالانو  دستونزو څيړنه او حل کول وبلل ، دژورناليستانو دملي اتحاديې مسوول فهيم دشتي د امنيت او مصوونيت کميټه درسنيو  د ستونزو دڅيړنې يواځنۍ مرجع وبلله او ويې ويل چې دغه کميټه په مشخصې  کړنلارې  سره دافغانستان په څلورديرشو  ولايتونوکې فعاليت کوي او يواځې دهرات په ولايت کې ځينې ستونزې شتون لري .
دغه راز څو تنو خبريالانو درسنيو دخاوندانودلارې پرسر دپرتو ننګونو او خنډونو په باب خبرې وکړې .
ټاکل شوې ده دهرات ولايت له  خبريالانو څخه دامنيت او مصوونيت دګډې کميتې غړي انتخاب شي .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته