سیاستTOP

جمهوررییس د ویډيو کنفرانس له لارې د قندهار امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل / د لیندۍ ۳۰ مه / باختر
‎د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې د قندهار امنیتي وضعیت د لا ښه والي په موخه مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د جمهوررییس د ویاند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ویډیو کنفرانس کې چې پرون مازیګر ترسره شو، د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس او د قندهار ولایت ملکي او نظامي مسوولینو حضور درلود، جمهوررييس د ملي امنیت عمومي ریاست د صفر درې قطعې قومندان د کړنو د تقدیرولو په موخه نوموړي ته د مډال ورکړه تائید کړه.
‎ جمهورريیس غني د کورنیو چارو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د ښارونو په ځانګړي ډول د قندهار ښار امنیتي وضعیت وارزوي او په ښارونو او ولسوالیو کې دې ملي پولیس لا پياوړي شي. د پولیسو لومړیتوب باید د قانون تنفیذ وي او په دې برخه کې دې د هغوی ملاتړ وشي.
‎جمهورريیس څرګنده کړه، حکومت به د طالبانو له لوري زیانمنو شويو هیوادوالو سره مرسته وکړي او د قندهار والي ته یې لارښوونه وکړه چې په دې اړه راپور او واضح طرحه ترتیب کړي.
‎د یاد ویډیو کنفرانس په پای کې جمهورريیس غني د کمانډو او ځانګړو ځواکونو د قطعاتو له زړورتیا او مېړانې مننه وکړه او د امنیتي تړون د تطبیق په هکله یې اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته