امنیت

د کابل امنيه قوماندان: غير مسوولو وسله والوکسانو پرونې مظاهرې په تاوتريخوالى واړولې

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
دکابل ولايت امنيه قوماندان نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د هودخيلو په ساحه کې په پرونيو مظاهروکې غير مسوولو وسله والوکسانوپه پوليسو ډزې وکړې.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د کابل د هودخيلو سيمه پرون د شارلې ابدو مجلې پرخلاف د څو سوه کسيزې مظاهرې ډګر و.
دغه مظاهره د فرصت غوښتوونکو افرادو له خوا تاوتريخوالي واړول شوه چې له امله يې درې تنه ټپيان شول .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي په دې خبري غونډه کې د موضوع په باب څرګندونې وکړې او ويې ويل: د هودخيلو په سيمه کې په پرونۍ مظاهره کې غير مسوولو وسله والوکسانو نفوذ کړى و چې هغوى په پوليسو ډزې وکړې چې له امله يې درې تنه اعتراض کوونکي ټپيان شول .
ده وويل: پوليسو په دې باب څيړنې پيل کړې دي .
په همدې حال کې عيني شاهدان ادعا کوي چې په پرونۍ پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
دوى دغه راز وايي چې فرصت غوښتوونکو کسانو غوښتل له مظاهرو څخه په استفادې سره د خلکو د مالونو په غلا کولو او لوټمارى هم لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته