امنیت

په بغلان کې دوسله والو طالبانو دډلې يوسرګروپ ووژل شو

-کابل باختر د لړم اوومه :
دوسله والو طالبانو دډلې  يو سرګروپ  پرون په بغلان ولايت کې ووژل شو .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې يوسرګروپ  په ميرويس مشهور ارماني له يوه غړي سره يې هغه وخت ووژل شوچې غوښتل  يې له افرادو سره يې د ډار اچوونکو بريدونو دترسره کولو لپاره دبغلان ولايت دبورکې  ولسوالۍ  ته لاړشي .
  شجاع وويل  دطالبانو دډلې دغه سرګروپ  دمرکزي بغلان   او دبورکې ولسوالۍ  ترمنځ دقره قزان  دساحې په لويه لاره کې دپوليسو له کميڼ سره مخامخ شو  اوله يو غړي سره يې ووژل شو
ده زياته کړه چې  په دې کمين کې دپوليسو منسوبانو ته زيان نه دى اوښتى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته