کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
درې ډار اچوونکي تېره شپه په فراه کې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ډاراچوونکي له هغه وروسته د امنيتې ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او ووژل شول چې غوښتل يې د فراه په مرکز حيدرقلي کلي کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.
محب زياته کړه: په پېښه کې يو ډاراچوونکى ټپي شو او نور يې له ساحې څخه وتښتيدل.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند وويل: په بريد کې څلور پوليسان هم ټپيان شول.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ