ټولنه

څلور زره کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام له اسانتياوو څخه ګټه واخسته

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢
څلور زره اته سوه کورنيو پرون په روزګان ولايت کې د ملي پيوستون دپروګرام د ټولګټو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه واخسته.
د کليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د دغو ټولګټو پروژو کار د ٢٨ مليونو ٦٤٨ زرو افغانيو په لګښت د روزګان ولايت د ترينکوټ، چورې، دهراوود او د شهيد احساس په ولسواليوکې بشپړ شوى دى چې د محافظوي او د استنادي ديوالونو، پلګوټو او کانالونو جوړول او په سړکونو کريړ اچول شامل دي.
دملي پيوستون پروګرام د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې ١١٦٦ ټولګټې پروژې چې ترانسپورتي، د اوبو رسولو او د بريښنا شبکې ، د کانالونو او د ټولنيزو مرکزونو جوړول او روزنيزې څانګې او ټولنيز مرکزونه پکې شامل دي؛ تطبيقې کړې او د خلکو په واک کې يې ورکړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته