سیاست

د خوست په زرګونو خلکو له دولت سره د ملاتړ دڅرګندولو ترڅنګ د خپلې ونډې غوښتنه وکړه

-متون باختر د زمري د میاشتې ۲۱ مه
د خوست ولايت په زرګونه خلکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له آوسني نظام سره د ملاتړد څرګندولو تر څنګ له دولت څخه وغوښتل چې لآزمه ونډه ورته ورکړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني له دولت سره ملاتړ څرګند او زياته يې کړه،هغه ونډه چې د دغه ولایت د وګړو حق کيږي بايد چې ورکړى شي،هسې نه چې چوکۍ د مصلحتونو پر بنیاد په یو او بل نآمه وويشي.
د خوست یوې مدني فعالې کاملې اکبري وویل، د ولسونو وجیبه داده چې د نظام لپاره کار وکړي او تر څنګ يې نظام هم مکلف دی چې ولس ته د کار او ژوند وړ شرایط برابر کړي.
اکبري هم د هېواد په مدیریتي چارو کې خوستوالو ته د ونډه ورکولو غوښتنه وکړه:
کاملې وویل زه د ښځو په استازیتوب د نظام ملاتړ کوم او له  نظام څخه غواړم چې خوست په هره برخه کې په پام کې ونیسي."
له افغان حکومت سره د ملاتړ پدې غونډه کې ویناوالو وویل، له نظام سره له ملاتړ پرته ولس سیاسي او امنیتي ټیکاو ته نشي رسیدلی.
یو شمېر قومي مشرانو په خپلو خبرو کې په هغو ډلو او خلکو سختې نیوکې وکړې، چې په کورنیو جګړو کې ښکیل وو چې له دې امله نظام او ولس سخت مالي او ځاني زيانونه وليدل.
قومي مشر حاجي ګل نواز وویل، د تېرو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوي په موخه خلک په یوه غږ د نظام ملاتړ کوي:
له بلې خوا شنونکي بيا وايي، د حکومت پر ضد په نویو مخالفو ایتلافونو کې ډېری هغه خلک دي، چې په تېرو دجمهوري رياست آنتخاباتو کې د جمهور رېیس یا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله کلک ملاتړي وو.
شنونکي په دې باور دي چې دغه ډول سیاسي ایتلافونه د ملي ګټو پر ځای تر ډېره د خپلو ګوندي، سمتي او قومي موخو لپاره کار کوي.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته