فراه / د ثور / ۱۲/ باختر
د فراه د امنیې قوماندانۍ له تروریزم سره د مبارزې پولیسو پرون مازیګر د فراه ښار په مربوطاتو کې د یوه ماین د چاودنې مخه ونیوله .
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو یو بشکه یي ماین چې د فراه مرکز د سید اباد د کلي په عمومي واټ کې د ملکیانو د برید په مقصد ځای پر ځای کړی و، د فراه د پولیسو د دریمې امنیتي حوزې تخنیکي ټیم هغه شنډ کړ.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې په فراه کې د چاودنو پېښو په بې ساري ډول زیاتوالی موندلی دی.
پای / سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ