امنیت

ديرش تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
٣٠ تنه وسله وال طالبان پرون په فراه کې دچاونې له امله ووژل شول .
دغو وسله والو طالبانو په بالابلوک  کې په يوې غونډه کې  راټول شوي وو چې ددوى په منځ کې چاودنه  وشوه .
دفراه دوالي وياند محمدناصرمهري دباختراژانس خبريال ته وويل دغه طالبان چې په دې غونډه کې  ځانمرګو واسکټونو او چاوديدونکو توکو سمبال وو چې چاودنه وشوه .
ده وويل چې په دې پيښه کې  ٣٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او تراوسه پورې معلوم نه دى چې په وژل شويو کسانو کې څه شمير  دطالبانو قوماندانان او ددوى مهم کسان شامل وو .
په داسې حال کې دملا رسول دبرخې وياندادعاکړې ده چې دملاهيبت الله پلويانو دطالبانو په غونډه کې بم ځاى پرځاى کړي وو .   ختم_ شکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته