ټولنه

يو زرو نهه سوه کورنيو له څوارلسو پروژو څخه ګټه واخسته

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
د ملي پيوستون د پروګرام څوارلس پروژې نن په کاپيسا ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
دکاپيسا ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې چې د څښاک د روغتيايي اوبو ١٢ څاګانې، د خلکو د غونډو يو سالون، د څښاک د اوبو يوه زيرمه، ١٧٤ متره استنادي ديوال، څه ناڅه زر متره محافظوي ديوال، په ٣٧٠ متره فرعي سړکونو د کريړ اچول او د يو زرو دوه سوه مترو په اوږدوالي په پليو لارو د کانکريټ اچول شامل دي .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه پروژې د لومړۍ او دويمې برخې په ولسواليو او په محمودراقي ښارکې د کليو د بياجوړولو او پراختيا رياست د ملي پيوستون د پروګرام له بودجې څخه د څه دپاسه ١٦ مليونو افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي.
ويل کيږي د دغو پروژو په بشپړيدو سره څه ناڅه يو زرو نهه سوه کورنيو ته لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته