امنیت

يوتن له لسګونوکيلوګرامو نشه يي توکوسره په بغلان کې ونيول شو

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د بغلان ولايت امنيتي مامورينو يو تن له پنځه شپيتوکيلوګرامو چرسو سره ونيوه.
دغه سړي نشه يي توکي د نهرين ولسوالۍ په يوه کورکې پټ کړي و چې د پوليسو له خوا ونيول شو.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديرنظام الدين نظام باخترآژانس ته وويل: دغه سړي غوښتل چې نشه يي توکي د قاچاقو په ډول دکندز ولايت ته وليږدوي چې د امنيتي منسوبينو له خوا ونيول شو.
ويل کيږي د چرسو انډې په مهارت سره ددغه سړي په کورکې پټ کړى شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته