کابل باختر د ثور څلورمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني نن په کابل کې دقرغزستان جمهوريت له سفير(عوض بيک عبدالرزاق اوف) سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې لومړى په کابل کې د قرغزستان جمهوريت سفير دتيرې سه شنبې د ورځې په تروريستي پيښه کې د يو زيات شمېر بې ګناه افغانانو دشهادت په خاطر د ځان او د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير د ډاډګيرنې مراتب په کابل ښار کې د بهرنيو چارو وزير ته څرګندکړل.
د کتنې په دوام په کابل کې د قرغزستان جمهوريت سفير د نړۍ د کوچنيانو د ورزشي لوبو دويم پړاو په باب چې د روان ميلادي کال دسپتمبر په مياشت کې په دغه هېوادکې ترسره کيږي؛ معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې ډير ژر به د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس او د افغانستان د دوديزو ورزشونو د لوبغاړوپه نامه په دغو سياليوکې دګډون بلنليک وليږل شي.
وروسته دبهرنيو چارو وزير بشکيک ته د ده د رسمي سفر لپاره د قرغزستان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير د بيا بلنې له مله د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې په راتلوونکو مياشتوکې به د قرغزستان جمهوريت ته رسمي سفروکړي.
0 1 دقیقه لوستل