سیاست

دجمهوري رياست لومړي مرستيال په کابل کې دقزاقستان له سفير سره وکتل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم په کابل کې دقزاقستان جمهوريت له سفير  اميرتاى  بيتيم اوف  سره په کتنه کې  دافغانستان اوقزاقستان ترمنځ داړيکو دټينګښت او ددواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي اوفرهنګي همکاريو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبٍوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دقزاقستان جمهوريت  دافغانستان  دډير  نږدې دوست هېواد په توګه وباله او زياته يې کړه   هيله لرو چې  زموږ دهېوادونو ترمنځ  تجارتي اړيکې اوفرهنګي همکاري لازياته پراختيا ومومي .د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې دقزاقستان  جمهوريت دافغانستان دبيا جوړولو دکلونو په بهيرکې  دافغانستان له خلکوسره  ښې همکارۍ کړي دي  او هيله لرو چې دغه همکارۍ په بيلابيلو برخو کې  زياتې شي .
په کابل کې دقزاقستان جمهوريت سفير اميرتاى  بيتيم اوف هم  له دې امله  چې  په افغانستان کې  دملي وحدت دولت جوړ شوى دى خوښي څرګنده کړه او ويې ويل :  چې په افغانستان کې سوله اوامنيت  کېداى شي  دسيمې   دنورو هيوادونو په سياسي ، اقتصادي اوټولنيزو حالاتو مثبتې اغيزې ولري .
ده  دافغانستان اوقزاقستان ترمنځ ددوستانه اړيکو دپياوړتيا په لاره کې دخپل هېواد او خلکو هيله څرګنده کړه او زياته يې کړه  چې هېواد يې  د افغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړ دى او په دغه  هېواد کې دسولې او امنيت دټينګښت دبهير  ملاتړ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته