امنیت

دملي امنيت دشورا غونډه دجمهوررييس احمدزي په مشرۍ جوړه شوه

 کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٥ :
دملي امنيت دشورا غونډه پرون ماښام دکلام الله مجيد دڅومبارکو آياتونو په لوستلو سره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ دجمهوري رياست  په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر  ورکړ :
دغونډې له اجنداسره سم دملي دفاع او دکورنيو چارو  دوزارتونو سرپرستانو دملي اردو او دملي پوليسو په ګډون  د هېواد دوسله والو ځواکونو دمنسوبينو دوظيفوي  ستونزو او معيشتي ستونزو په باب خپلې نظريې  چې  دهېواد دوسله والو ځواکونو دجګپوړو مشرانو په ګډ کنفرانس کې طرحه شوې وې وړاندې کړې .
دملي امنيت شورا ددواړو ارګانونو دمنسوبينو داعاشې دموضوع په ګډون  دوظيفوي او معيشتي  ستونزو دحل په باب  مشخصې لارښوونې صادرې کړې.
دغه راز پريکړه وشوه چې ددفاع او امنيتي  ځواکونو ترمنځ دهمغږۍ دسمون  ، درهبرۍ دپياوړتيا  او دملي اردو  او ملي پوليسو داداري  جوړښت دښه والي په لاره کې  جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي .
دملي دفاع او دکورنيو چارو  وزارتونه  موظف شول  چې دسيمه ييزو ارګانونو  دخپلواکې ادارې  په همغږۍ دښه حکومتوالۍ ، دامنيتي ځواکونو ترمنځ دهمغږۍ  دپياوړتيا  او دهېوادپه ولايتونو کې  دخپل پرسونل  دمسووليت منلو پر اصل باندې د ټينګار په لاره کې  يوه مشخصه  طرحه ډير   ژر  برابره او وړاندې کړي.
وروسته  دهېواد دملي امنيت سلاکاردملي امنيت  دګواښونو دڅيړنې ،  دملي امنيت دپاليسۍ ، دملي امنيت دستراتيژۍ  او دعملياتي کمپاين دسندونو
په باب دکار د پرمختګ په اړوند دملي امنيت دشورا غړو ته رپوټ وړاندې کړ
او ويې ويل  چې دغه سندونه  دافغانستان  د دولتي مرکزونو دماهرانو له  خوا  دنړيوالو  همکارانو په فني مرسته   دراتلوونکو پنځو اوونيو په بهيرکې برابر او دمنظورۍ په مقصد به دملي شورا يوې غونډې ته وړاندې شي .
دغونډې په دوام  دهلمند اوکندز دولايتونو دامنيتي حالت په باب خبرې وشوې
دملي امنيت شوراددغو ولايتونودامنيتي حالت دښه والي په باره کې مشخصې لارښوونې صادرې کړې .
دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه   او دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره  دافغانستان  داسلامي جمهوريت دملي امنيت دسلاکار ترنظر لاندې موظف شول چې په هلمند ولايت کې  دملکي اوپوځي  برخې ترمنځ  دهمغږۍ په لاره کې درهبرۍ ديو واحد مرکز په جوړولو اقدام  وکړي.
دغه راز ټينګار وشو  دښې حکومتوالۍ ،  دامنيتي ځواکونو ترمنځ دهمغږۍ اودغيرمسوولو وسله والو افرادو دبې وسلې  کولو په لاره کې  دکندز ولايت  دامنيتي حالت دښه والي لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي .
پريکړه وشوه چې دهېواد دنورو ولايتونو امنيتي حالت دې  په راتلوونکو غونډو  کې وڅيړل شي اولازم تدبيرونه ونيول شي .
دغه راز په دې غونډه کې دامنيتي حالت دښه والي  او دهېواد ددفاعي او امنيتي  ځواکونو  دپياوړتيا په لاره کې دايساف  دعمومي قوماندان رپوټ  وڅيړل شو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دخلکو اود دولت غوښتنو ته په پاملرنې سره  دامريکا له متحده ايالاتو  سره ددفاعي او امنيتي  همکاريو دتړون  اوله ناتو سره  دهمکارۍ  دتړون له لاسليک کولو وروسته  دايساف له مشرتابه څخه وغوښتل شول چې  دملي اردو  او ملي پوليسو اوپه تيره بيا دهېواد دهوايي ځواکونو دپياوړتيا په لاره کې خپلې هلې ځلې زياتې کړي.  په دې لاره کې دملي امنيت دشورا غونډه  دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دپرمختګ له امله  خوښي څرګنده کړه  او دافغانستان دنړيوالو دوستانو او په تيره بيا دايساف  او ايتلاف  دځواکونو دهلوځلو له امله يې قدرداني وکړه.
دغونډې په پاى کې  دشهيد سردارمحمدداودخان   دروغتون داداري  او روغتيايي خدمتونو دستونزو په باب غور وشو. دملي امنيت شورا پريکړه وکړه چې  دملي دفاع وزارت دې  ددغې قضيې  دڅيړنې  اود لازم اداري بدلونونو په خاطر دې يو واکمن کميسيون موظف کړي  او دنتيجو رپوټ دې ډير ژر دملي امنيت شورا ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته