امنیت

بې پيلوټه الوتکو ٢٣ تنه طالبان ښکار کړل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
په هلمند ولايت کې د ناټو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو له امله د طالبانو ٢٣ تنه مشهور قوماندانان له ٢٠ تنو افرادو سره يې ووژل شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هغو بريدونو له امله چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د کوپکي په ساحه کې ترسره شول؛ د دادالله په نامه د طالبانو يو مشهور قوماندان له دولسو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه: د دغو الوتکو په دويم بريدکې چې د نهر سراج ولسوالۍ په سيفن ساحه کې وشو؛ د طالبانو د دوو مشهورو قوماندانانو په ګډون ٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته