امنیت

دوه وسله وال طالبان په سمنګانوکې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
دوه وسله وال طالبان تېره شپه  د سمنګانو  په کوز دره صوف کې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو  يومسوول  باختراژانس ته وويل: دغه جګړه هغه وخت ونښته  چې وسله والو طالبانو  په سيمه کې د پوليسو  پريوې پوستې بريدوکړ.
هغه وويل  چې په دې جګړه کې  دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ټپي شو .
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته