کابل، د غبرګولي ۱۵ مه، باختر
د فراه د امربالمعروف او نهي عن المنکرنوي رییس الحاج مولوي عبدالمجید صمیم د دغې ادارې مسوولینو او کارکوونکو ته معرفي شو او په کار یې پیل وکړ.
د نوموړي د معرفي کولو په مراسمو کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر پخواني رییس مولوي عبدالغفار رحماني وویل چې د اسلامي امارت په نظام کې بدلون یو اصل دی او زه د اسلامي امارت له هوډ څخه خوښ یم.
په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر نوي رییس الحاج مولوي عبدالمجید صمیم وویل چې زه هم ژمن یم چې د رحماني په څېرله تاسو سره اوږه په اوږه کار وکړم او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز هڅو ډډه نه کوم .
ع