امنیت

دملي اردو درې تنه سر تيري شهيدان شول

کابلباختر دچنګاښ ٢٠ مـــــــــــــه

دملي دفاع وزارت خبرځايونو تائيد کړه چې دلوګر، پکتيا ، ارزګان او بادغيس دولايتو نو په مر بو طاتوکې دملې اردو درې تنه منسو بين دامنيتي دندو په بهير کې شهيدان شوي او دوه تنه نور يي ټپيان شوي دي

په دې باب زيا تې څرګند ونې نه دي شوي

 ديو بل خبر له مخې دلو ګر ولايت د محمداغى ولسوالۍ په مر بوطاتو کې دملي اردو دمنسو بينو دتصفيوي عمليا تو په بهير کې يو تن ډار اچوونکى وژل شوى او يو تن يې ټپي شوى دى چې له دوى څخه يو کلاشينکوف ،اته شا ژورو نه او يوه پرتله هم ترلاسه شوې ده

دغزني ولايت داب بند ولسوالۍ په مر بو طاتو کې د٢٠٣ تندرقول اردو د منسو بينو دعملياتو په بهير کې ددولت دوه تنه مخالفين وژل شوي دي

 په دغو عمليا تو کې دوه کلاشينکوفو نه ، يوه پيکا اوشپږ موټر سايکلو نه د ملي اردو دځوا کو نو لاس ته ورغلى دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته