۱۰۰ ورځې

تبصره

کابل- باختر دورى دمياشتې ٢٠
د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د شکايتونو د څيړنې کار پيل کړى دى او دا په داسې حال کې ده چې هيواد په انتخاباتي مبارزوکې د تقلب او د ناوړې استفادې په باب زياتې نارې سورې شتون لري.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دافغانستان خلکو په تيرو دولسو کلونوکې درې ځلې د جمهوريت رياست انتخابات تجربه کړل چې کيداى شي د دموکراسي د تمثيل په لاره کې يو ګام وي، خو نه شو کولاى هغه د دموکراسي د پوخوالي په توګه وبوله.
د انتخاباتي شکايتونوکميسيون خپل کار په داسې وخت کې پيلوي چې د انتخاباتو د ترسره کولو په وخت کې د تقلب ، ناوړې استفادې او زور زياتي په باب زياتې نارې سورې اوريدل کيږي.
د دې ترڅنګ داسې ادعا شته چې دجمهوري رياست د نوماندانو ځينو انتخاباتي ملاتړو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دکاري لايحې له پام کې نيولو پرته او د قانون دحکمونو په پام کې نيولو پرته مخکې له مخکې اټکلونه کوي او ځان د ډګر بريالى بولي.مخکې له مخکې دغه شان اټکلونه او چلند د نورو نوماندانو دغبرګون او لمسونې سبب کيږي او ددغه شان يو حالت رامنځته کيدل کيداى شي دخلکو ذهنيت مغشوش کړي او د انتخاباتو نتيجې د خلکو په وړاندې کم ارزښته وښيي.
دلته د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون رول او دريځ لاپسې پياوړي کيږي. دکميسيون مسوولين دې بايد د نوماندانو دانتخاباتو ملاتړو ته په ګوته کړي چې له تحريف شويو خبرو او له بې بنسټو اټکلونو څخه دې ډډه وکړي او پريږدي چې د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون په ګډون مسوول بنسټونه خپل کار په کره او دقيقه توګه ترسره کړي. ځکه دا د انتخاباتي شکايتونوکميسيون دى چې په وظيفوي لحاظ بايد د رايې ورکولو سموالى او کره والى او د رايو د شميرنې څرنګوالى او طرحه شوې ادعاګانې وڅيړي چې د انتخاباتو د نتيجو په نسبت د خلکو باور او اعتماد يقيني وي .
د سياسي کارپوهانوپه باور زموږ په ټولنه کې داسې کړۍ شته چې د انتخاباتو نتيجو په نسبت د پلمې پيداکولو او د ماجرا غوښتنې په لټه کې دي او غير معياري اټکلونه کيداى شي ماجراغوښتوونکو کسانو او کړيو ته د زمينې برابرول وي.
ښه به وي چې د انتخاباتي شکايتونوکميسيون په خپل کاري مهال ويش سره دجمهوري رياست د نوماندانو په ځينو انتخاباتي برخوکې د خپل سريو مخه ونيسي، څو د شکايتونو د څيړنې بهير او د انتخاباتو د نتيجو اعلام خپل قانوني پړاو بشپړکړي .
د يادونې وړ ده په داسې شرايطوکې چې افغانستان په خپل کمزورى اقتصاد سره د انتخاباتو د ترسره کولو په لاره کې زيات لګښت کوي؛ د انتخاباتو د نتيجو د اعلام د وخت اوږدول کيداى شي د ملت په حق يوه ستره جفا وي چې د خپل ژوندانه د دوام لپاره بهرنى مرستې ته اړتيا لري .
هيله ده چې رسنۍ، د مدني ټولنې فعالين او د خلکو بېلابېل قشرونه د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې له کميسيون سره د هغه د کار په دوام کې مرسته وکړي چې  ددغه کميسيون د کار په رڼاکې د انتخاباتو نتيجې په داسې ډول اعلام شي چې وکولاى شي د خلکو د غوڅ اکثريت ملاتړ له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته