امنیت

په شینکۍ ولسوالۍ کې ۱۳ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

-قلات باختر د زمري د میاشتې ۱۷ مه
د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په څلورو بېلا بېلوهوايي بريدونو کې ديارلسو تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وويل چې تېره ورځ افغان امنيتي ځواکونو د شينکۍ ولسوالۍ په سېوري سيمه کې په وسله والو مخالفينو بريد کړي چې له امله يې اته تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان دي.
سیال زياته کړه چې په دغه بريد کې د وسله والو مخالفينو د يوې کرولا موټر په ګډون درې موټر سایکل او يو شمېر درندې اوسپکې وسلې هم له منځه وړل شوي دي. پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته