امنیت

هغه وسله والو کسانو چې دښوونځيو دمقاماتو دتښتولو نيت يې درلود ناکام شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
هغو وسله والو کسانو چې په لوګر ولايت کې دنهو ښوونځيو دښوونکو او کارکوونکو دمقاماتو د تښتولو نيت درلود ددغه ولايت دسفيد سنګ ليسې مدير شهيد کړ او د پوهنې درې تنه کارکوونکې يې ټپيان کړل.
دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند محمد شاه پور عرب دباختر آژانس خبريال ته وويل دمحمد آغې ولسوالۍ دسفيد سنګ ليسې مدير دلاورخان او د هغه په دريو تنو همکارانو چې ددغې ولسوالۍ دنهه شپيتو ښوونځيو دښوونکو او کارکوونکو معاشونه چې نهه مليونه اووه سوه نهه ديرش زره افغانۍ کيدى ليږدولې ، دوسله والو کسانو له خوا بريد وشو چې دليسې مدير شهيد او دپيسو دلوټولو پلان شنډ شو.يوه اړونده خبرځاى وويل دغه پيسې دمسلکي کارکوونکو ،مامورينو او د اجيرانو معاشونه وو چې وسله والو کسانو غوښتل هغه لوټ کړي.
ديادونې وړ دى چې دپوهنې وزارت مشرتابه له امنيتي ځواکونو او له سپين ږيرو څخه وغوښتل چې ددغې پيښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته