سیاست

انجینیر محمد خان: د موسی کلا ولسوالۍ بېرته نیول د افغان ځواکونو د وړتیا څرګنویي کوي

کابل باختر د وږي  نهمه
انجینیر محمد خان: د موسی کلا ولسوالۍ بېرته نیول د افغان ځواکونو د وړتیا څرګنویي کوي
دغه څرګندونې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د کورنیو چارو له وزیر نورالحق علومي سره په مرمرینه ماڼۍ کې د کتنې پرمهال و کړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
لومړي مرستیال وویل چې خلک په خپلو ځواکونو باور لري، او باید چې افغان امنیتي ځواکونه هم د خلکو دغه باور ته په پاملرنې سره په غوره چلند خپل دغه موقف وساتي او د خپلو خلکو پوره ډاډ او ملاتړ خپل کړي.
انجینیر محمد خان وروستیو نا امنیو ته په اشارې سره وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید بیدار و اوسي، او تر خپلې وسې له سیاسي کړیو څخه ځانونه ټول او په هېوادنیو ګټو منګولې ولګوي.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د هیواد د روان حالت په تیره بیا د هیواد په جنوب هلمند ولایت کې د وروستیو جګړو اود موسی کلا ولسوالۍ د بیرته نیولو په اړه له لومړي مرستیال سره خپل معلومات شریک کړل.
علومي ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به په پوره مېړانه د خپل هېواد او ولس کلکه دفاع وکړي، او هغه تورونه یې رد کړل چې د بهرنیو ځواکونو پر وتو په هېواد کې امنیتي تشه رامنځ ته شوې ده.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال دافغان امنیتي ځواکونو هڅې او فداکارۍ وستایلې چې په ترڅ کې يې د موسی کلا ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د هیواد د اوسني حالت په اړه د کورنیو چارو وزیر ته لازمې لارښوونې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته