ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزيرې افغان محصلانو ته د ٥٠٠ تحصيلي بورسونو دبرابرولو غوښتنه وکړه .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
دلوړو زده کړو وزيرې نن دهندوستان دبهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې دافغان پوځيانو وارثانو ته د ٥٠٠  ژمنه شويو  تحصيلي  بورسونو داجرا کولو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس  دخبرله مخې ، پوهنوالې  ډاکترې فريدې مومند هندوستان ته ددرې ورځني سفر  په بهير کې په هغې کتنه کې چې دهندوستان  دبهرنيو چارو له وزير  سوشما سوارج سره وکړه ددغه هېواد دمرستو له امله قدرداني  وکړه او دافغان  پوځيانو  وارثانو ته د ٥٠٠ ژمنه شويو  تحصيلي بورسونو داجرا کولو،  دکانونو دانستيتوت  دودانۍ دجوړولو دپروژې دتطبيق  اودقندهار دکرنې دپوهنتون دپياوړتيا  په خاطر يې  ددغه  هېواد  له خوا دزياتې  پاملرنې  غوښتنه وکړه .
  دې دغه راز له( ال پي يو) پوهنتون څخه دافغان  محصلانو د فراغت په غونډه کې ګډون وکړ او هغوى  ته دمبارکي  دويلو په ترڅ کې  هيله وکړه هغه څه يې چې  تحصيل  په دوران کې زده کړي دي خپل هېواد اوخلکو ته دخدمت په لاره کې وکاروي .
دلوړو زده کړو وزيرې په هغې کتنه کې چې دهندوستان هېواد دنړيوالو فرهنګي همکاريو  له رييس سره  لرله افغان ځوانانو ته داړتيا وړ تحصيلي  بورسونو دماستري او دوکتورا دبورسونو دزياتوالي ، دهندوستان معتبرو پوهنتونونو ته دهغوى دمعرفي او دمحصلانو دمعاشونو دزياتوالي  په باب  خبرې وکړې . چې   دهندوستان له خوا  ددغو ستونزو دلرې کولو  په اړوند  دهمکارۍ ژمنه وشوه .
پوهنوالې ډاکتري  فريدې مومند په دې سفر کې دهندوستان هېواد په بيلابيلو پوهنتونونو کې دافغان محصلانو له استازو سره  هم په جلا جلا توګه وکتل او ژمنه يې وکړه چې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  ددغو ستونزو په لرې کولو اقدام کوي .
  په اوس وخت کې   دنجونو اوهلکانو په ګډون  کابو ١٠ زره  تنه محصلان دهندوستان هېواد دبيلابيلو پوهنتونونو په  بيلابيلو  څانګو کې په زده کړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته