کابل باخترد لړم د مياشتې ٢٩ :
په فراه ولايت کې تېره شپه د لويو لارو د ټولي په پوستې د طالبانوپه بريدکې شپږ تنه پوليسان شهيدان شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال باهر د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د پشت کوه _ قلعه کاه ولسوالۍ په مربوطاتوکې د لويې لارې د ټولي په امنيتي پوستې بريد وکړچې له امله يې شپږ تنه پوليسان شهيدان شول.
خبرځاى وويل: په دې وسله وال بريدکې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل چې يوه پيکا، پنځه کلاشينکوفونه، يو توغندى ويشتوونکى، يو بم غورځوونکى او يوه ليږدونکې واسطه پکې دي؛ د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ