ورزش

دهېواد ټيم خپل سيال ته اووه ګولونه ورکړل .

-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
په هرات کې دفوټبال دغوره ليګ  په سيالۍ کې نن مازيګر دپامير او صرافانو دټيمونو ترمنځ  لوبې سره دوام مومي .
دهرات دفوتبال  فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي باختراژانس ته خبرورکړ .  په هرات کې دفوټبال دغوره ليګ سيالي داتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې دسرخ پوشانو ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره داتفاق ټيم ته ماتې ورکړه .
ديوبل خبر له مخې په هرات کې دفوټبال ددويم لاس په سياليو کې  نن دهېواد او پيروزي ټيمونو لوبه وکړه .
په دې لوبه کې دهېواد ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې ددوو په وړاندې  په اوو ګولونوسره  دپيروزي ټيم ته ماتې ورکړه .
  نوروزي زياته کړه  په هرات کې د فوټبال ددويم ليګ سيالۍ ددولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې او په پرونيو لوبو کې دعدالت ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره داريا ټيم ته ماتې ورکړه او دافغان او خراسان  ټيمونوله کوم ګول پرته لوبه ديوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته