کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه :
د لوى څارنوالۍ ويندوى بصير عزيزي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د طلوع ټلويزيون عامه ذهنيتونه مغشوشوي.
دباخترآژانس د خبر له مخې: ده په دې خبري کنفرانس کې وويل چې په دې وروستيووختوکې د طلوع ټلويزيون د رسنيو له آزادى څخه په ناوړې استفادې سره دعامه مصالحو پرخلاف مهمې ملي موضوعګانې په خپلو تجارتي اعلانونوکې خپروي چې د عامه ذهنيتونو د مغشوشول سبب کيږي .
د ده دڅرګندونو له مخې: د لوى څارنوالۍ ادارې دغې موضوع ته پاملرنه کړې ده او په دې اړونديې تحقيقات پيل کړي دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ