۱۰۰ ورځې

جنرال عبدالرحيم وردګ له خپلې نوماندى څخه تير شو.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢٥
دجمهوري رياست نوماند جنرال عبدالرحيم وردګ نن په راتلوونکو انتخاباتو کې له خپلې نوماندى څخه تير شو.
دعبدالرحيم وردګ دانتخاباتي مبارزو مسول سيد باقر کاظمي دباختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې تاييد کړى چې دجمهوري رياست نوماند عبدالرحيم وردګ له انتخاباتو څخه ګوښه شوى دى سيد باقر کاظمي وويل چې جنرال وردګ دکوم نوماند په ګټه له نوماندى څخه نه دى تير شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته