اقتصاد

پکتیا وال د پخوا په څېر پر افغانیو راکړه ورکړه کوي

کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
د پکتیا اوسېدونکي وايي چې د پخوا په څېر راکړه ورکړه په افغانیو کوي، دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې بانکونه خلاص کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د ګردېز ښار اوسېدونکی رازګل وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره امنيتي وضعیت ښه شوی دى؛ خو د افغانستان له اسلامي امارت څخه موغوښتنه دا ده چې د خلکو پر مخ بانکونه خلاص کړي او مامورينو ته معاش ورکړي.
ده زیاته کړه چې د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده، هیله ده د افغانستان اسلامي امارت یادې ستونزې ته پاملرنه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
شېرولي یو بل تن په ښار کې د تېلو د پمپ خاوند دی، دی وايي چې د تيلو بیه لوړه شوې او لامل يې په بندرونو کې په سمه توګه څارنې، نه کول دي . هغه غوښتنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت مشران یادې ستونزې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ټول بندرونه د بشپړ څارنې لاندې ونیسي چې د تيلو بیې کنټرول شي.
د موټر سایکلو يو تن مستري رحیم ګل باختر اژانس ته وويل د پخوا په پرتله مو کارونه بې خونده شوې او د پرزو بیه هم لوړه شوې ده، هیله ده چې مسوول چارواکي د بې روزکارۍ او د پرزې د بیو کنټرول لپاره اړين ګامونه واخلي.
رحيم ګل وويل چې راکړه ورکړه پر افغانیو تر سره کوي او د پرزې پېر او پلور هم پر افغانیو کوي.
په ورته وخت کې د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رييس خالق یار احمدزی وايي چې په دغه ولایت کې ډير بانکونه خلاص شوي دي کوم، چې تردې دمه نه دي خلاص شوي جدي لارښونه ورته شوې، چې د خلکو پر وړاندې خپلې دروازې پرانيزي.
خالق یار زياته کړه: هېواد ته پر راوارېدونکو توکو ډېر محصول يا ختم شوى او یا هم بیخي لږ شوی دی. په وینا یې د توکو بيه کې به ډېر ژر کمښت راشي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته