نړۍ

دعراق نوي حکومت دباور رايه ترلاسه کړه

بغداد بي بي سي باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دعراق  پارلمان ددغه هېواد دصدراعظم ددوو سني او کردي مرستيالانو په ګډون  ددغه هېواد نوي  حکومت ته دباور  رايه ورکړه.
دقدرت دويش لپاره  دنوې موافقې له مخې چې  له څو اوونيز سياسي ډب وروسته  ترلاسه شوه  صالح مطلق  او هوشيار زيباري  دصدارت دسني او کردي مرستيالانو په توګه دباور رايه ترلاسه کړې ده .
ابراهيم جعفري دعراق دبهرنيو چارو  دوزير په توګه  او ددغه هېواد  داسلامي عالي شورا له   ډلې څخه  عادل  عبدل مهدي  د  تيلو د  وزير   په توګه   ټاکل شوى دى.
دصدارت له مقام څخه دنوري المالکي په استعفا سره ، حيدر عبادي  چې يوه منځ لارې شيعه څيره ده   دنوي حکومت  په  جوړولو  ګومارل شوى و.
په همدې حال کې دکورنيو چارو او ددفاع   وزيران  لاتراوسه پورې دموافقې وړ  نه دي ګرځيدلي .
عبادي ويلي دي چې ديوې اوونۍ په  دننه کې به دغه پستونه  ډک کړي .
امريکا پخوا په بيلابيلو مواردو کې عراقيان  دسنيانو په شتون  ديوه پراخ بنسټه  حکومت  جوړولو ته هڅولي دي.
او دا کاريې دداعش دډلې  له پوځي مليشو سره دمقابلې لپاره  دزيات پوځي ملاتړ  شرط بللى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته