امنیت

د سروبې ولسوال د فساد په تور ونیول شو

کابل باختردکب دمياشتې لسمه
د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا ولایت د سروبې ولسوال د اداري فساد او جعلکارۍ په تور ونيوه.
د ملي امنيت يوې سرچيني د باختر خبري اژانس خبریال ته وويل چې محبت خروټى د اداري فساد او جعلکارۍ په تور نيول شوى دى.
سرچينه وايي چې ولسوال د يو شمېر بې ځايه شويو کورنيو د مرستو په وېش کې فساد او جعلکاري کړې ده.
سرچينه زیاتوي: (( د مستحقو کسانو پرځاى ولسوال خپلو خپلوانو ته تذکرې جوړې کړې، ترڅو مرستې ترلاسه کړي او د دغو تذکرو ١٣ کاپيانې زموږ لاس ته راغلې دي.))
سرچينه وايي چې ولسوال په دغو مرستو کې يومليون افغانۍ اختلاس کړى او ډير ژر به  عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
له اومنې ولسوالۍ څخه سروبې ولسوالۍ ته د بې ځايه شوې يوې کورنۍ غړي جعفر د باختر اژانس خبریال ته وويل چې د دوى په نوم خيريه موسسو مرستې کړي خو تر اوسه  يې هیڅ مرستې نه دي ترلاسه کړې.
ده زياته کړه: (( موږ پوهيږو چې دغه مرستې چا اخيستې دي او موږ ته ولې نه رسيږي؟))
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د پکتيکا په ګډون د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې د ملي امنيت له خوا يو شمېر دولتي چارواکي د اداري فساد په تور نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته