باميان باختر دوږي دمياشتې ١٥ نيټه :
د عکس او تجسمي هنرونو نندارتون پرون په باميانو ولايت کې جوړ شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه نندارتون د دغه ولايت د مسوولينو له خوا د صلصال بودا مجسمې ته څېرمه پرانستل شو.
د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست سيد احمدحسين احمدپور وويل: په دې نندارتون کې د عکس او تجسمي هنر په لسګونو آثار د دوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ او له نشه يي توکو سره د مبارزې د رياستونو له خوا د وريښمو لارې د نهمې جشنوارې په مناسبت په دغه ولايت کې جوړ شوى دى.
پاى ج ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ