نړۍ

دشمالي کوريا داټومي پروګرام په باب دامريکا، جنوبي کوريا او دجاپان غونډه

سيول يون هاپ باختر دليندۍ دمياشتې ٨ :
دجنوبي کوريا يوه ديپلوماتيکي مقام  دشمالي کوريا داټومي پروګرام په باب دامريکا ،  جنوبي کوريا او د جاپان د اټومي خبرو  داستازو دغونډې دجوړيدو خبرورکړ.
دجنوبي کوريا خبري آژانس يونهاپ  پرون وليکل :  ټاکل شوې ده چې دغه درې اړخيزه غونډه دسه شنبې په ورځ په واشنګټن کې جوړه شي.
دغه  غونډه  دشمالي  کوريا د اټومي  ګواښونو دله منځه وړلو لپاره دسيمې دقدرتونو دسلامشورو په دوام  جوړيږي.
شپږ اړخيزې  غونډې  داوو کلونو لپاره  په نامعلومو دلايلو  ځنډولې شوې دي له دې امله  واشنګټن او دهغه  دوه  سيمه ييز  متحدين هيڅکله نه شي کولاى  په دې برخه کې  يو بل ته لاسونه ورکړي  او له  حکومت څخه  احتمالي  خطرونه شنډ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته