امنیت

په کابل کې د روږدوکسانو د راټولولو د بهير په باب خبرې وشوې

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٩  :
د نشه يي توکو او مسکراتو پرخلاف د مبارزي په چاروکې د کابينۍ دايمي کميټې نن د روږدوکسانو د راټولولو په  مقصد فوق العاده غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
په دې غونډه کې چې د ګډو ګټو د هېوادونو په چاروکې د جمهوررئيس دفوق العاده استازي او د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د ستر سلاکار محمد شاکر کارګر په مشرۍ جوړه شوه؛ په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو  او د هېواد  اوپه تېره بيا د کابل ښار په کچه د هغو د کنترول او درملنې لپاره د مناسب ځاى  د تدارک په باب خبرې وشوې .
په دې غونډه کې چې له نشه يي توکو سره دمبارزې د چارو وزيرې سلامت عظيمي، دترانسپورت او هوايي چلند وزير ډاکتر محمدالله بتاش، د کورنيو چارو، عامې روغتيا او د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو د وزارتونو معينانو، د کابل ښاروالۍ سرپرست، دافغاني سرې مياشتې دټولنې لويې رئيسې او د ښځو  د چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو، د ملي امنيت د لوى رياست او د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو دخونو استازو پکې ګډون کړى و؛ ښاغلي کارګر له برخه والو څخه وغوښتل چې د دغې ستونزې دڅيړنې او له هغې سره د چلند دڅرنګوالي او د دولتي ادارو او بنسټونو د ونډې اخيستنې لارې چارې بايدپه دې غونډه کې وڅيړل شي.
وروسته دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرې سلامت عظيمې دلنډ رپوټ په ترڅ کې وويل: په نشه يي توکو د روږديتوب پديده او له نشه يي توکو سره مبارزه يوه هر اړخيزه، ملي او نړيواله ستونزه ده چې نن د ځوانانو ترمنځ په خپريدو سره يې زموږ هېواد له ستونز سره مخامخ کړى دى او يوازې په کابل ښارکې څه ناڅه ١٠٠ زره تنه په نشه يي توکو روږدي دي؛ خوموږ بايد په لومړي ګام کې له هغو روږدوکسانو سره مرسته وکړوچې په واټونو او تر پلونو لاندې يې ځالې کړې دي  او د ښار او د ځوانانو د اخلاقي چارو لپاره په يو جدي ګواښ بدل شوي دي .
دې يادونه وکړه چې دغو روږدوکسانو ته د پاملرنې لپاره په پام کې دي په بيړني توګه يو مشخص ځاى وټاکل شي؛ ځکه ژمى را روان دى او د هوا په زيات سړښت سره د دغوکسانو د له منځه تللو خطر زيات دى .
وروسته د غونډې برخه والو دموضوع په باب خبرې وکړې اوخپلې نظريې او پيشنهادونه يې وړاندې  کړل.
غونډې پريکړه وکړه چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  په سکتورکې  دشاملو وزارتونو د پلان او پاليسۍ د رئيسانوپه ګډون يو تخنيکي کميسيون جوړ شي او د موضوع په باب دې تدقيق وکړي او په دې برخه کې دې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په  چاروکې د کابينې د دايمي کميټې راتلوونکې غونډې ته يوه طرحه وړاندې کړي.
په دې طرحه کې دې بايد د کابل ښار د روږدوکسانو د راټولولو د کار د پيل اوپه  لومړيو ١٥٠ ورځوکې د هغوى د ساتنې او درملنې او هغوى ته دکسب د زده کړې د فرصتونو د تدارک لپاره لازمه بودجه شامله وي.
کميسيون دې بايد دغه راز په دې برخه کې د دوستو هېوادونو او بنسټونو  د همکارۍ د جلب موضوع هم مطالعه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته