امنیت

١٨ تنه داعشيان په ننګرهار کې دهوايي اوځمکنيو بريدونو له امله ووژل شول

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
  دداعش دډلې ١٨ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي اوځمکنيو بريدونو له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه په کوټ ،  هسکې مينې او داچين په ولسواليو کې تر بريدونه وشول.
دننګرهار  دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعش دډلې١٨ تنه غړي ووژل شول .
ده وويل دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې ډزې پرې وشوې .  ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې اوسيدونکو ته دسر زيان نه دى اوښتى .
  ديوبل خبرله مخې، امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت دتګ راتګ په ګن ميشتو لارو کې پنځه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
ديوبل خبرله مخې، په ننګرهار ولايت کې پوځيانو د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو دډيپوګانو په کشفولو  بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې  داچين ، لعل پورې او د دربابا په ولسواليو کې کشفې شوې او څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .   ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته