امنیت

جمهوررئیس حامدکرزي په لوګرکې تروریستي برید په کلکه وغانده

کابل باختر دکب  دمياشتې ١١ :
د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي  د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند
د بابوس په سیمه کې هغه تروریستی برید په کلکه وغانده چې له امله یې
دوه ماشومان او دوه مېرمنې و وژل شوې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د لوګر د والي د دفتر د معلوماتو له مخی، نن سهار وختي د لوګر ولایت
د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سیمه کې د افغانستان د دښمنانو له چاودیدونکو توکو ډک یو موټر هدف ته له رسېدو وړاندې وچاودید چې له امله یې د چاودنې سیمې ته څېرمه په یوه کورکې دوه ماشومان او دوه مېرمنې شهیدانې شوې.
دغه  راز د لوګر د والي د دفتر د معلوماتو په اساس، په دغه پیښه کې ۹تنه ترهګر وژل شوي دي  چې ځینې یې بهرنیان  دي.
   جمهور رئیس کرزي په دغه برید کې د ملکي وګړو پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او هغه یې د پردیو د دسیسو هغه لړۍ وبلله چې نه غواړي افغانان په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي.
جمهوررئیس حامدکرزی د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنۍ ته
د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی
خدای له دربار څخه ورته د جمیل صبر هیله کوي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته