ښوونه او روزنه

د شپې د برخې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د آزموينو نتيجې اعلاميږي

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د شپې د برخې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د آزموينو نتيجې نن له غرمې وروسته او يا سبا اعلاميږي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي باختر آژانس ته وويل چې د تيرې اوونۍ په وروستيو وختوکې د ديني علومو د مدرسو د برخه والو د آزموينو نتيجې د لوړو زده کړو وزارت د آزموينو رياست له خوا اعلام شوې .
ده زياته کړه چې د شپې د برخې د آزموينو د شاملانو په  نتيجو کار دوام لري چې ښايي نن له غرمې وروسته او يا سبا اعلام شي.
د لوړو زده کړو زارت وياندڅرګنده کړه چې د شپې د برخې د آزموينو د نتيجوله اعلام وروسته هلې ځلې کيږي چې د اختصاصي ښوونځيو د آزموينو نتيجې هم د لوړو زده کړ وزارت د آزموينو د رياست له خواعلام شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته